د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی تمه لري چې نړیواله ټولنه به افغان پولیس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د تروریزم سره د مبارزې ریس امرالله امان ازادي راډیو ته وویل په راتلونکې پسرلې کې افغان ملي پولیس د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې ګوندې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته ګڼ کسان د پولیسو له لیکو وتلي.
ښاغلي امان زیاته کړه:
"هغه اطلاعات چې خپرېږي چې ګوندې دپولیسو له لیکو کسان وتلي، دا زه ردومه د پولیسو له لیکو هېڅ ډول تېښته نه ده شوې او نه د پولیسو لیکو کې کسان کم شوي دي."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې د وسلو او نورو مرستیو غوښتنه کوي چې په همدې وروستیو کې روسیې۱۰ زره میله کلاشینکوفونه افغان حکومت ته ورکړي دي.