م.م: ولې یونان ته د رسېدلو افغان کډوالو پر مخ لارې تړلې؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، دوی نه پوهېږي چې ولې افغان کډوالو ته له یونان څخه نورو اروپايي هېوادونو ته د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویانده میلیسا فلیمینګ وايي، د افغان کډوالو پر مخ د دروازو د تړلو په برخه کې د بالکان هېوادونه پړه یو پربل اچوي.

نوموړې وايي، اداره یې تر اوسه په دې نه ده خبره چې ولې یونان ته د رسېدلو افغانانو پر مخ لارې تړلې او څوک ددې پرېکړې تر شا دی؟

دا مهال په زرګونو غیر قانوني افغان کډوال چې تر یونان پورې رسېدلي او غواړي د مقدونیا له لارې لوېدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي په یونان کې ایسار دي.

مقدونیايي چارواکي وايي، د افغانانو په وړاندې یې خپلې پولې ځکه تړلې چې سربیا اجازه نه ورکوي چې د مقدونیا څخه افغانان ور واوړي.

سربیا وايي، دوی د افغان کډوالو د مخې د ډب کولو پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې له خپلو دوو ګاونډیو سلووینیا او اتریش سره یې خبرې وکړي.

خو د اسوشیېټیدپریس خبري اژانس د سلووینیا او اتریش د چارواکو له خولې وايي، ددوی پولې د ټولو هېوادنو د هغو اتباعو لپاره چې د پناه غوښتنې په لټه دي پرانیستې دي.

دوی وايي، له هېڅ هېواد څخه یې غوښتنه نه ده کړې چې د افغانانو د ورتګ مخه دې ونیسي.