د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په بېلابېلو ولايتونو کې افغان قوتونو عمليات کړي چې په نتيجه کې يې تر٥٠ زيات سخت دريځي وسله وال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي په دغو عملياتو کې چې په ننګرهار، کونړ، کابل، لوګر، ميدان وردګ، فراه، بغلان، کندز او هلمند کې شوي، په نتيجه کې يې ٤٥ وسله وال ټپيان شوي او ٥ تنه نور يې نيول شوي هم دي.
په وژل شويو کې د وسله والو قوماندانان او د داعش ډلې اووه غړي هم شامل دي.
اعلاميه زياتوي، د دغو عملياتو په بهير کې پنځه افغان سرتېري هم وژل شوي دي.
ويل شوي چې په دغو عملياتو کې په لسګونو کړۍ ماينونه او يوه اندازه مهمات هم د افغان قوتونو لاس ته ورغلي دي.