جان کري: ایران به ۱۵۰ نه بلکې ۵۰ میلیارډه ډالر تر لاسه کړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر ایران به داقتصادي بندیزونو له لېرې کېدو سره دا هېواد یوازې ۵۰ میلیارډه ډالر ترلاسه کړي.

نوموړي د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په څرګندونو کې هغه راپورونه چې ګواکې تهران به له بندیزونو وروسته ۱۵۰میلیارډه ډالر چې په بهر کې بند دي، ترلاسه کړي رد کړل.

په سوریه کې د ایران رول ته په اشارې سره جان کري وویل تهران له سوريې څخه خپل زیات شمېر سرتېري ایستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل که څه هم په سوریه کې د ایرانیانو حضور کم شوی خو دا په دې معنا نه ده چې تهران د سوريې په شخړه کې نور دخیل نه دی.