بریډلیف: روسیې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښ کړی

د ناټو تړون یو لوی پوځي قوماندان وايي چې روسیې له غرب سره دښمني غوره کړې او د امریکا ګټو ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

د امریکا د هوايي قواوو جنرال فلیپ بریدلف د امریکا د استازو مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې روسیه د نړیوال نظم د قوانینو د بیا لیکنې او په اروپا کې موجود وحدت ته د تاوان پېښولو هڅې کوي.

جنرال بریدلف د روسیې له لوري د کریمیا د الحاق او د اوکرایین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو د دغه هېواد د ملاتړ له امله، د روسیې له کلکو منتقدانو دی.

د روسیې حکومت دا مریکا او اروپايي اتحادیې دا تورونه رد کړي چې وايي، غربي نړۍ ته یې ګواښ پېښ کړی او ویلي يې دي چې امریکا او اروپايي اتحادیه دا خبرې د ځان د قدرت څرګندولو لپاره کوي.

روسیې د۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ کې د کریمیا ټاپو وزمه له اورکرایینه جلا او له خپلې خاورې سره یې الحاق کړه. روسیې همدا راز د اوکرایین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی دی.