امریکا د کوچنیانو په لاس جوړ شوو موادو پر واردلو بندیز ولګاوه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون پنجشنبې هغه قانوني لاره بنده کړه چې پر اساس يې د کوچنیو کارګرانو په لاس جوړ شوي مواد دې هېواد ته واردېدل.

راپورونه وايي چې په دې ترڅ کې به امریکا ته له هغو اسیايي هېوادو د ټوکرانو د یو شمېر فابریکو پر تولیداتو هم بندیز ولګېږي چې کوچنیان کار په کې کوي.

په امریکا کې د مصرفي تقاضا لپاره استثنی په نوم قانون د چهارشنبې په ورځ لغوه اعلان شو چې ډېرو خلکو یې هرکلی وکړ.

خو دا نه ده څرګنده چې د امریکا د ګمرکونو اداره به دا حکم پر هغو ټوکرانو چې له ازبکستانه ورځي، عملي کوي که نه.

په ازبکستان کې د ښوونځيو زده کونکي او نور کوچنیان مجبورېږي چې د پنبې د ټولو لپاره په فصلونو کې کار وکړي او بشري فعالین یې له ډېرې مودې راهیسې مخالفت کوي.