ګیلاني: د یوې ابرومندې سولې د ټینګښت لپاره به هڅې وکړو

د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر، پير سید احمد ګیلاني وايي چې د ابرومندې سولې د ټینګښت لپاره به هڅې وکړي.

ښاغلي ګیلاني پرون پنجشنبې له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه وویل، د افغانستان بحران باید په سوله ییز ډول حل شي او په دې هېواد کې داسې سوله ټینګه شي چې خلکو ته په امنیت کې ژوند برابر کړي.

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه:

"زه امید لرم چې موږ به وتوانېږو چې یوه سمه لاره پيدا کړو څو ټول افغانان مطمین شي او د وروڼو په ډول ژوند وکړي."

ښاغلی ګیلاني تېره اوونۍ د ولسمشر غنی له خوا د سولې عالي شورا نوی مشر وټاکل شو.