چارواکي: د فاریاب په شیخان سیمه کې جګړه روانه ده

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي ددغه ولایت په شیخان سیمه کې دافغان سرتېرو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده.

له سیمي څخه د ازادي راډيو دخبریال د خبر له مخې چې د فاریاب د برېښنا ریاست مشر او یو شمېر نور کار کوونکي چې د برېښنا پايو د جوړولو لپاره شیخان ته تللي وو هم د جګړې په سیمه کې بند پاتې شوې دي.

د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان نعمت الله طوفان پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د برېښنا ریاست مشر او د دې ادارې نور کار کوونکي چې د جګړې په سیمه کې بند پاتي دي، امن ځای ته ورسوي.

ښاغلي طوفان وویل چې د برېښنا ریاست یو شمېر کار کوونکي امن سیمو ته ایستل شوي، خو د دې ادارې د رییس برخلیک لا نه دی څرګند.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.