د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د ملي اردو او پولیسو پوځي عملیات روان دي.
د ننګرهار والي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې عملیاتو په پایله کې هغه ښوونځي او روغتونونه چې په دې ولسوالیو کې د نا امنیو له امله تړل شوي وو، بېرته پرانیستل شوي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکو ویلي چې په اچین او نازیانو کې د داعش ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو په نازیانو، کوټ او اچین ولسوالیو کې پر ولسي پاڅونکونکو غږ کړی چې د داعش پر ضد مبارزه کې دي دامنیتي ځو اکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.