برېډلف: روسیې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړی

د امریکا د هوايي قوتونو جنرال فلېپ برېډلف

د ناټو تړون یو لوړ رتبه پوځي قوماندان وايي چې روسیې له غرب سره دښمني غوره کړې او د امریکا ګټو ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

د امریکا د هوايي قوتونو جنرال فلېپ برېډلف د امریکا د استازو مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې روسیه د نړیوال نظم د قوانینو د بیا لیکنې او په اروپا کې موجود وحدت ته د تاوان پېښولو هڅې کوي.

جنرال برېډلف د روسیې له لوري د کرېمیا د الحاق او د اوکرایین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو د دغه هېواد د ملاتړ له امله، د روسیې له کلکو منتقدانو دی.

د امریکا د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال فلېپ برېډلف د استازو مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې روسیه هڅه کوي چې د نړیوال نظم قوانین په خپله خوښه ولیکي.

جنرال فلېپ برېډلف زیاته کړه:

"روسیه د یوې حایل سیمې د رامنځته کولو لپاره پر خپلو ګاونډیانو له جګړې پرته، د فشار راوستلو هڅه کوي، روسیه خپل اجباري فشار ته پراختيا ورکوي چې په نړیوال ډګر کې فعال رول ولري، روسیه نه غواړي چې د نړیوال نظم موجودې مقررې له خنډ سره مخامخ کړي بلکې غواړي چې له سره یې ولیکي."

جنرال برېډلف چې د روسیې له سختو منتقدانو دی، پرون زیاته کړه چې روسیه د ناټو په غړو کې د تړون او د دې سازمان د هوډ ماتولو هڅې کوي:

"روسیه د امریکا متحده ایالات او ناټو د خپلو اهدافو لپاره ګواښ او خپلو ارمانونو ته مانع ګڼي، له همدې امله، روسیه هڅه کوي چې زموږ تړون مات کړي او زموږ مأموریت ته خنډ پېښ کړي."

د روسیې حکومت د مریکا او اروپايي اتحادیې دا تورونه رد کړي چې وايي، غربي نړۍ ته یې ګواښ پېښ کړی او ویلي يې دي چې امریکا او اروپايي اتحادیه دا خبرې د ځان د قدرت څرګندولو لپاره کوي.

روسیې د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ کې د کرېمیا ټاپو وزمه له اوکرایینه جلا او له خپلې خاورې سره یې الحاق کړه. روسیې همداراز د اوکرایین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی دی.