بلخ:د دوو وسله والو ډلو د نښتې په نتیجه کې یو تن ووژل شو

د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ځمکې پرسر د دوو وسله والو ډلو د نښتې په نتیجه کې یو تن ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني ازادي راډيو ته وویل چې نښته نن سهار د ولي عصر ښارګوټې ته څيرمه وشوه او څو ساعته یې دوام وکړ.

راپورونه وایي چې دغو ډلو په حرکت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو پورې تړاو درلود.