د کندز په دشت ارچي کې ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي

د کندز سیمه ییز چارواکي وایي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د عملیاتو په نتیجه کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۶نور ټپیان دي.

د پامیر۲۰ فرقې مطبوعاتي مسوول غلام حضرت کریمي خبریالانو ته وویل چې دغه عملیات پرون په دشت ارچي ولسوالۍ کې وشول.

نوموړی وایي، په عملیاتو کې د ملي اردو یو سرتیری هم وژل شوی او درې تنه یې زخمیان شوي دي.

طالبانو د دغو عملیاتو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.