مراد: له ځینو ولسوالیو ځکه ځواکونه ایستل شوي چې اړتیا یې نه وه

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، له ځينو ولسواليو څخه یې ځکه افغان ځواکونه ایستلي دي چې هلته ورته اړتیا نه لیدل کیده.

د افغان پوځ د لوی درستیزمرستیال جنرال مراد علي مراد نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې کار هدف همدارنګه په راتلونکي پسرلي کې د احتمالي جګړه ییز موسم لپاره د چمتووالي نیول دي.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"موږ خپل ځواکونه له ځينو پوستو چې هلته مصروف وه، د پسرلي لپاره د امادګۍ په خاطر راټول کړل."

د هلمند نوزاد، موسی قلعه او د ننګرهار اچین هغه ولسوالۍ دي چې د ښاغلي مراد په خبره افغان ځواکونو ورڅخه په وروستیو کې تکتیکي پر شاه تګ کړی دی.

خو دې کار په وروستیو کې د بېلابېلو کړېو ترمنځ اندیښنې هم را پیدا کړي دي.