د نورستان په وانټ وایګل کې یو پولیس وژل شوی

د نورستان په وانټ وایګل کې د پولیسو پر موټر سایکل د ماین په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی.

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن سهار شوې او وژل شوی پولیس د پوستې قومندان و.

د یو بل خبر له مخې د وانټ وایګل د ولسوالۍ ودانۍ ته څیرمهنن سهار درې توغندي لګیدلي چې د چارواکو په خبره تلفات نه لري.

نه طالبانو او نه هم کومې بلې ډلې تر اوسه د پېښې په تړاو څه ویلي دي.