د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په کتابونو کې د شته ستونزو په اړه شکایتونه ډير وو او لا هم شته... په دې اړه به مو زموږ ځينې خپرونې اورېدلې وي چې د ښوونځیو زده کوونکو او د ښوونکو شکایتونه او وړانديزونه مو د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريک کړي وو.
په نننۍ تاندې څانګې کې مو یو ځل بیا د ښوونځيو د ښوونيز نصاب په کتابونو کې د شته تېروتنو او ستونزو په اړه د زده کوونکو او ښوونکو نيوکې او ګيلې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو له مرستیال ډاکټر ابراهیم شینواري سره شريکې کړي دي.
ښاغلی شينواری مو په دې برخه کې له ځينو نویو پرمختګونو او راتلوونکو پلانونو خبروي.
په ۱۳۸۲ کال کې د هغه وخت د ولسمشر د یوه فرمان له مخې پر نوي ښوونيز نصاب کار پېل شو او پر چاپ يې هغه ځل د پوهنې وزارت ۹۱ میلیون ډالر ولګول.
نوی درسي نصاب چاپ شو خو د ګڼو املايي، انشايي او ګرامري ستونزو تر څنګ يې د محتوا له پلوه هم مشکلات درلودل. دغه وزارت او دې کار ته ګمارل شویو متخصصینو خپل کار کړی و خو د زده کوونکو او د ښوونکو له زړه یو الله خبر و.
چا ویل چې په دغو کتابونو مو د ښوونکو سر هم نه خلاصيږي، چا بیا تمرینونه غلط بلل او چا ویل چې دومره سخته ژبه پکې کارول شوې، چې هدف ترې نشو اخليستلی، خاطره هم یوه زده کوونکي ده، هغه وايي:
"زما نوم خاطره ده، موږ هم ورسره په مشکل کې یوو او ښوونکي هم، کله چې يو سوال حلوي، ځواب يې بل ډول راووځي، هغه ځواب اصلا په کتاب کې نه وي، د ښوونکي له نظره هغه سم وي، خو په کتاب کې غلط وي، موږ ته باید داسې کتابونه راکړي، چې په سم ډول پکې یو څه زده کړو."
نوي ښوونيز نصاب ته ځکه خلک خوشبينه وو چې د جګړو د زمانو غوندې به دا نه وي پکې لیکل شوي چې ۱ ټوپک + ۱ټوپک = ۲ ټوپکه، خو کله چې له ګڼو تېروتنو سره چاپ شو نو د کورنيو رسنيو تر څنګ بهرنۍ رسنۍ هم ورباندې وغږېدې.
د "انټرپرېس سروېس" خبري اژانس په یوه رپوټ کې راغلي و چې دغه نوي چاپ شوي کتابونه د چاپ، محتوا او د مطالبو له پلوه په معيار برابر نه دي.
په دغه رپوټ کې د کابل د حبيبيې لیسې د یوه استاد فاروق نېکبين له قوله د ماېکروسکوپ مثال راوړل شوی و چې د دې آلې د اختراع په اړه يې د لسم ټولګي په کتابونو کې یو څه، په یولسم کې بل څه او د دوولسم په هغو کې د دغو دواړو ټولګیو د کتابونو په خلاف څه لیکل شوي دي. د همدې لیسې د ریاضي مضمون د یوه استاد خبره يې د هغه د نوم له یادولو پرته ذکر کړې وه چې ویلي يې وو د یوولسم ټولګي په څلوېښتم مخ کې د قوې واحد (نيوټن) ناسم معرفي شوی دی.
تاندې څانګې ته هم د کابل د یوې لیسې ښوونکې د جغرافیې مضمون په اړه ویلي چې د یوې تاريخي تېروتنې تر څنګ نورې ستونزې هم لري:
"زما نوم ماري منسي دی، د عبدالهادي داوي ليسه کې دوولسم ټولګي ته درس ورکوم، د نوو کتابونو چاپ چې جغرافیه يې زه پخپله تدريسوم، اول، دوهم او دریم فصل یې په افغانستان پورې اړوند دي، خو نور فصلونه یې د انټرنټ او موبایل په اړه دي، چې دا د کمپيوټر مربوط کیږي. موږ خو باید په جغرافیه مضمون کې د افغانستان پر ټوله جغرافیه وپوهیږو. بل ځينې لويې تاريخي تیروتنې هم لري.مثلا يو ځای لیکل شوي، چې امیرعبدالرحمان خان په ۱۸۸۰ کې پاچا شوی، ۱۹۰۱ کې مړ شوی. خو دلته لیکل شوي، چې په ۱۹۸۶ کې یې درواز فتح کړی. یاني له مرګه ۸۵ کاله وروسته يې درواز فتح کړی، چې يوه لویه تاريخي تیروتنه ده. له دې ستونځو پرته د پخوانيو جغرافيې کتابونو په نسبت يو څه تشریحات پکې ښه او ګټور دي. خو کاش چې ټول کتاب يې د افغانستان جغرافيه په اړه وای."
د یادو ستونزو تر څنګ د دغو کتابونو د کیفیت او کميت مشکل، د پاڼو، عکسونو او پکې د لیکل شوي متن لپاره د ځينو داسې رنګونو انتخاب چې د لوستونکي سترګې ځوروي، دا يې بله ستونزه او نوي تعليمي نصاب سره پخپله د ښوونکو نابلدتیا يې بله نیمګړتیا ده. خو د پوهنې وزارت د دغو ټولو تېروتنو د سمون او د مشکلاتو د حل تکل کړی دی. څنګه؟
په دې اړه مې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو له مرستیال ډاکټر ابراهیم شینواري سره دغه مرکه درته کړې، چې په سر کې د ښوونیز نصاب په کتابونو کې د شته ستونزو په اړه اعتراف کوي او وايي چې دوی د دغو کتابونو د کره کتنې او ایډيټ لپاره یوه ډله ګمارلې، په دې ډله کې د وزارت د تعليمي نصاب د مسلکي غړو او اېډيټرانو تر څنګ بهرني یا خپلواکه اېډيټران هم شامل دي.
د ښاغلي شينواري په وینا لومړۍ به خپلواک اېډيټران دغه کتابونه لولي، تېروتنې به يې په یوه ځانګړي رنګ سره په نښه کوي او بیا به هماغه کتابونه د داخلي اېډيټرانو له خوا کتل کيږي، وروسته به هر کتاب د ايډيټرانو په نښه شوي تېروتنې اصلاح کوي او یوه فوټو کاپي به يې د دواړو خواو د اېډيټرانو له خوا په دې شرط تايئديږي چې د دوی په نښه شوې تېروتنې په کې اصلاح شوي دي، له دې وروسته به کتابونه چاپ ته لېږل کیږي.
خو ښاغلی شينواری وايي چې د نوي نصاب کتابونه یوازې ګرامري، انشايي او د رنګونو د انتخاب ستونزې نه لري بلکې نورې ګڼې او ځينې جدي ستونزې هم پکې شته چې د هغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې یو اوږد مهاله پلان نیولی دی او له عملي کېدو سره به يې افغانو زده کوونکو ته د ۲۱ پېړۍ له معیار سره برابره پوهه ورسيږي. له ښاغلي شينواري سره د نورګل شفق بشپړ مرکه په خپرونه کې اورېدلی شئ.
لکه څنګه چې ښاغلي شينواري وویل، په دې هیله چې له کره کتنې او تصحيح وروسته په دغو کتابونو کې زموږ زده کوونکي د ۲۱ پېړۍ په معیار برابره پوهه ومومي، دا تاندې څانګې رانغاړو:
دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ. پته ده:
دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: http://shafaqN@rferl.org
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې