ایراني چارواکو یو تن چې اتیا کاله عمر لري ونیو. دی د هغه ایراني الاصله امریکایي پلار دی چې له اکتوبر راپه دې خوا په ایران کې زنداني دی.
د باقر نمازي میرمنې په فیسبوک کې لیکلي دي چې نمازي د فبروري په ۲۲مه نیول شوی او د تهران اوین زندان ته استول شوی دی.
د نمازي زوی سیامک هم په همدې بندیخانه کې بندي دی. تر اوسه د دوی د نیولو علت معلوم شوی نه دی.