د سوریې د اپوزیسیون ډله او د سوریې د کردانو ډله به اوربند عملي کړي

د سوریې د اپوزیسیون لویې ډلې او د سوریې د کردانو YPG ډلې ویلي چې دوی به د امریکا او روسیې په مرسته رامنځ ته شوی اوربند رعایت کړي.

د سعودي عربستان ملاتړې د خبرو عالي کمېټې چې د سوریې د اپوزیسیون مهمې ډلې په کې شاملې دي پرون په یوه بیان کې وویل چې شرطي اوربند به یو فرصت وي چی ولیدل شي د سوریې حکومتي ځواکونه چې روسي مشاورین او هوایي حملې یې ملاتړ کوي، خپله ژمنه پرځای کوي. دې ډلې ویلي چې دوه اوونۍ به دغه اوربند رعایت کړي.

د سوریې د خلکو د ساتنې ډلو په نوم کرد YPG ډلې ویلي چې دغه اوربند ته ډیر اهمیت ورکوي خو د حملې په وړاندې له ځانه د دفاع حق هم ساتي.

دا ډله د امریکا متحده ده خو ترکیه یې سخته مخالفه ده او ترکي ځواکونه هم د سوریې د پولي بلې غاړه ته پرې بریدونه کوي.

په واشنګټن کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل، دی په سوریه کې د اوربند د ټینګیدو مساله په احتیاط څاري.