د سپین بولدک او چمن ترمنځ پوله تړل شوې ده. د سپین بولدک ولسوال سید علي وایي چې دا لاره د سې شنبې له مازدیګر راهیسې پاکستان تړلې ده.
په کندهار کې چارواکي وایي چې د دې مهمې لارې د بندیدو علت نه دی روښانه او دوی غواړي چې له پاکستاني لوري سره په دې اړه خبرې وکړي.
پاکستان تر دې دمه د چمن او سپین بولدک ترمنځ د پولي د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سپین بولدک تر تورخم وروسته تر ټولو مهم بندر دی چې له دې لارې افغان سوداګر پاکستان ته صادرات کوي او پاکستاني مالونه له دې لارې افغانستان ته واردیږي.