د ولسمشرۍ ماڼۍ د نوېو مقرریو خبر ورکوي، د ولسمشر مرستیال ویاند ظفرهاشمي په خپله تویترپاڼه کې لیکلي دي:
تاج محمد جاهد د کورنیو چارو د وزیر په توګه، نوموړی د ۲۰۷ نمبر ظفر قول اردو قومندان و.
فرید حمیدي د لوی څارنوال په توګه، نوموړی د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی و.
عبدالرحمن رحمن د کورنيو چارو د وزارت امنیتي مرستیال په توګه، نوموړی د کابل د ګارنیزیون قومندان و.
د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي چې په وروستیو کې یې د استعفا راپورونه ورکړل شوي و، هم په هالنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.