د اوکراین حکومت او روس پلوه بیلتونپالي یو بل له نازک اوربنده په سرغړونه تورنوي.
دواړه د اوکراین په ختیځ کې د درنو توپونو د ډزو ملامتي پر یو بل اچوي.
د اوکراین د پوځ مطبوعاتي دفتر وویل چې وسله والو بیلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دولتي ځواکونو ۸۴ د توپونو ګولۍ ویشتي دي.
خو مقابل لوری بیا د ډونیڅک او هورلیوکا په لمنو کې پر خپلو سنګرونو د اوکراین د حکومتي ځواکونو د دیرشو توپونو د ایشتلو ادعاکوي.
د ۲۰۱۴ کال له اپریل راهیسې چې د اوکراین په ختیځ کې جګړه پیل شوې، له نهو زرو زیات کسان وژل شوي دي.