اتمر: د افغان پوځیانو پیاوړتیا د سولې د روانو هڅو ضمانت کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي چې د افغان پوځیانو پياوړتیا او له هغوی سره د بېلابېلو هېوادونو همکاري د سولې له هڅو سره په ټکر کې نه راځي.

محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د روسیې له خوا له افغان پوځیانو سره د زر میله کلاشینکوفونو د ورکړې په مراسمو کې وویل چې د افغان پوځیانو پياوړتیا د سولې د بهیر د دوام ضمانت کوي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"آیا د افغان دفاعي او امنیتي پوځیانو د پياوړتیا او همکارۍ پالیسي د سولې له هڅو سره په ټکر کې راځي، زه وایم چې قطعاً داسې نه ده، د افغان پوځیانو پیاوړتیا د سولې د روانو هڅو او بهیر د دوام ضمانت ورکوي."

ښاغلي اتمر همداراز د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ کېدونکو خبرو ته هم اشاره وکړه او د ټولو هېوادونو همکاري یې اړینه وبلله.