سعودي عربستان او بحرین، خپلو اتباعو ته لبنان ته د سفر او هلته د استوګنې په اړه خبرداری ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ددې هېوادونو اختلاف له ایران او په سیمه کې د ایران له متحدینو سره زیات شوی دی.
د خلیج دې دوو هېوادونو ویلي چې وګړي یې په لبنان کې خوندي نه دي، ځکه چې د ایران ملاتړې د حزب الله ډله په دې هېواد کې وسله والې ملېشې لري.
له لبنان څخه د سعود ي عربستان او بحرین د اتباعو د ایستلو لپاره اقدام وروسته له هغې کېږي چې سعودي عربستان د لبنان له پوځ سره خپله درې میلیارډه ډالره مرسته بنده کړه.
متحده عربي اماراتو بیا تر دې هم یو ګام وړاندې اخیستی او لبنان ته یې د خپلو اتباعو تګ ــ راتګ منعه اعلان کړی دی.
سعودې عربستان لا له وړاندې د حزب الله ډله تحریم کړې. دې ډلې د سوریې په تېر پنځه کلن کړکېچ کې د ایران سره یو ځای د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی.
سعودي عربستان په سوریه کې د بشارالاسد پر ضد د یو شمېر وسله والو ډلو ملاتړ کوي.