روانه اوونۍ د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یونان او ایټالیا ته رسېدلي تر سلو زرو واوښت.
د کډوالو د نړیوال سازمان ای. او. ایم د راپور له مخې په دغو کډوالو کې ۲۵سلنه یې د افغانستان او پاته نور د سوریې، عراق، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو دي.
ددغه سازمان چارواکي وایي، په همدې موده کې تر۴۱۰ ډېر کډوال مړه شوي دي.
د راپورونو پر اساس، د مقدونیې او سربیا حکومتونو پرېکړه کړې چې افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې څخه لوېدیځو اروپایي هېوادونو ته تېر شي.
یو افغان چې د سلګونو نورو افغان او ایراني کډوالو په کتار کې دی چې بېرته یونان ته لېږل کېږي، رویترز خبري اژانس ته ویلي:
"نو موږ به څه وکړو؟ افغانان به څه وکړي؟ که دوی افغانان نه مني ولې یې هغوی پرېښودل چې تر مقدونیې پوري سفر وکړي؟ ولې یې موږ ته پاڼې وویشلې او ولې یې په موږ تر دې ځایه پیسې مصرف کړې"
د یونان په مرکز اتن کې د مېشتو افغانانو یوه اتحادیه وايي چې لږ ترلږه دوه زره افغان کډوال چې ماشومان هم په کې دي، د دې ښار په دوو سترو میدانونو او شاوخوا سمیو کې پراته دي.
آی. او. ایم اټکل کوي چې یوازې د روانې فبرورۍ میاشتي له ۱۱ تر ۱۷ نېټې پوري شاوخوا ۷۲۸۶ کډوال له یونان څخه مقدونیې ته اوښتي دي.