خلک:حکومت دې د برېښنا د ستنو او مزو ساتلو ته تدابیر جدي کړي

کابل ښاریان د برېښنا د جریان له بیا فعالیدو خوښ دي خو پر حکومت او په تیره پر امنیتي ځواکونو تاکید کوي چې په ټول هېواد کې دې د برېښنا د ستنو او مزو ساتلو ته تدابیر جدي کړي.

کابل ښاریان کابو یوه میاشت، د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخ وو.

کابل ته د ازبکستان د برېښنا ستنې د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین کې د مخالفینو له خوا ویجاړې شوې وي.

د کابل برېښنا شرکت وايي، د برېښنا ویجاړې شوې ټولې ستنې یې ودرولې، کابل ته د برېښنا جریان عادي او ساتلو ته یې هم تدابیر نیول شوي دي.

کابل ښاریانو د روان ژمي د دلوې کابو ټوله میاشت، د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره تېره کړه.

د کابل څو تنو ښاریانو د سې شنبې په ورځ ازادي رادیو وویل، بې وزلي خلک په روان ساړه ژمې کې د تیلو، ګازو او د سوون د نورو موادو د اخیستو توان نه لري او برېښنا کولی شي چې د دوې ستونزې کمې کړي.

اوس چې دغه برېښنا بیرته فعاله شوې، پرې خوښ دي خو له حکومته غواړي چې په هېواد کې دې د برېښنا د ټولو ستنو او مزیو خوندیتوب ته تدابیر ونیسي.

د کابل ښار دوو تنو اوسیدونکو باسط او نوید ازادي رادیو ته وویل:

"۱- زموږ برېښنا فعاله شوې، ستونزې مو حل شوي خو هیله ده حکومت ورته تدابیر ونیسي چې مخالفین بیا په دې کار بریالي نه شي.

۲- د برېښنا ته راتګ خوښ یو خو اندېښنه لرو چې دغه پېښه په بل ځای تکرار شي، هیله امنیت یې ټنیګ شي."

کابل ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا ستنې د روانې لمریزې میاشتې په سر کې د وسله والو مخالفینو له خوا د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې ویجاړې او په ځینو ځایونو کې یې، مزي هم پرې شوی وو چې له امله یې کابل ښاریان کابو یوه میاشت د برېښنا له سخت کمښت سره مخ و.

افغان امنیتي ځواکونه وايي، د یو لړ پوځي عملیاتو په نتیجه کې یې سیمه له مخالفینو پاکه کړې ده.

د افغانستان د برېښنا شرکت ریيس قدرت اله دلاورې د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، کابل ته د ازبکستان شاوخوا دوه سوه پنځوس میګا واټه برېښنا بیرته فعاله شوې ده.

ښاغلي دلاروي وویل، برېښنا د هېواد د ټولو خلکو حق دی او وسله والو مخالفینو ته پکار نه ده چې له حکومت سره د خپلو مخالفتونو په اساس، بې وزلي خلک له دغه حقه محروم کړي.

ښاغلي دلاوري زیاته کړه:

"که دا فغانستان د خلکو دښمنان د برېښنا کومه بله ستنه ویجاړه نه کړي، موږ به کابل ښاریانو ته، له پارچاوۍ پرته د برېښنا جریان جاري وساتو.هغوې چې له دولت سره سیاسي مخالفت لري باید په دې وپوهیږي چې خلک خدماتو او په تېره د برېښنا خدماتو ته اړتیا لري او دا باید درک شي."

ښاغلي دلاوري دا هم وویل، په شاوخوا ۲۸ ورځو کې چې په کابل ښارکې برېښنا نه وه، دوې ورته د دوه نیم میلیونو ډالرو په ارزښت ډیزل مصرف کړي او حرارتي برېښنا یې ورته برابره کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې کابل ښاریان د برېښنا د ستنو د ویجاړیدو او یا د مزو د پرې کیدو له امله د برېښنا د کموالي له ستونزې سره مخ کیږی بلکې، د راپورونو له مخې پخوا تر دې هم ورته پېښې شوي دي.

خلک وايي، د خلکو پر ورځنیو فعالیتونو سربېره د هېواد تولیدې، صنعتي او تجارتي چارې له برېښنا پورې تړلي دي او که دا ډول پېښې بیا تکرار شي، پر دغو ټولو چارو به ناوړه اثر پریوځي.

خان محمد سیند