سوپکو: له افغان حکومت سره د فساد په مخنیوي کې همکاري زیاتوو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتشې ادارې مشر جان سوپکو وايي، سیګار چمتو دی چې له افغان حکومت سره د فساد په مخنیوي کې همکاري زیاته کړي.

جان سوپکو دا څرګندونې تیره ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د سیګار مشر په دغه لیدنه کې په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د مستقیمو او غیر مستقیمو مرستو او قرادادونو په اړه افغان ولسمشر ته معلومات ورکړل.

ولسمشر محمد اشرف غني د سیګار له فعالیتونو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې سیګار دې افغانستان ته د کابل بانک د پانګې د بېرته ستنېدو په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.