د ګوانتنامو زندان د تړلو په اړه یو پلان کانګریس ته وړاندې شو

ټاکل شوې ده چې د امریکا د دفاع وزارت د ګوانتنامو زندان د تړلو په اړه خپل پلان نن کانګریس ته وړاندې کړي.

امریکايي چارواکي وايي، د ګوانتنامو زندانیان به په متحده ایالاتو کې په ۱۳ مختلفو سیمو کې ساتل کیږي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي، د ګوانتنامو زندان د تړلو او په امریکا کې د هغې د زندانیانو د ځای پرځای کولو لپاره څلورسوه او پینځه اویا میلیونه ډالره ته اړتیا ده.

ټاکل شوې ده چې پنټاګون د ګوانتنامو د تړلو په اړه خپل پلان چې ډیر جزئیات يې لا نه دي روښانه، نن کانګرس ته وړاندې کړي.

که کانګرس د دفاع د وزارت پلان تصویب کړي نو د ګوانتنامو زندان ۶۰ زندانیان به په متحده ایالاتو کې ۱۳ مختلفو بندیخانو کې ساتل کیږي.

خو د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس په وینا دا چې د ګوانتنامو د زندان د تړلو په اړه پنټاګون زیات جزئیات نه دي په ډاګه کړي نو دا به د کانګرس د هغو غړو دریځ نور هم پیاوړی کړي چې د دې زندان د تړلو او د زندانیانو له انتقال سره مخالفت لري.

په ګوانتنامو زندان کې دا مهال۹۱ زندانیان دي چې ۳۵ به يې په روان میلادي کال کې انتقال شي.

ولسمشرباراک اوباما د جمهوري ریاست لپاره په خپلو انتخاباتي مبارزو کې په وار-وار ژمنه کړې وه چې ګوانتنامو زندان به وتړي.

واک ته د باراک اوباما د رسیدو پرمهال په ګوانتنامو زندان کې ۲۴۵ زندانیان وو چې پر امریکا د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته له ترورېزم سره د تړاو په تور نیول شوي وو.