اشرف غني:د جهاد مشران به د سولې لپاره اکبر جهاد پيل کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سوله اکبر جهاد وباله او وې ویل چې د سولې ټینګښت د ولس او دولت ستره هیله ده.

ښاغلي غني نن د سولې عالي شورا د نوې رهبرۍ او تشکیل د معرفي کیدو په مراسمو کې وویل چې د سولې د ټینګښت په برخه کې باید څوک د حکومت پر ارادې شک ونه کړي.

د سولې عالي شورا نوي مشر پيرسید احمد ګیلاني هم ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې به د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو په درشل کې ولسمشراشرف غني د سولې عالي شورا نوی مشر او د رهبري پلاوي غړي په رسمي توګه معرفي کړل.

محمد اشرف غني وویل چې د سولې لپاره باید هر اړخیزې هڅې وشي او د سولې شورا نوېو غړو ته یې هم سپارښتنه وکړه چې په پوره خپلواکۍ سره خپلې چارې مخ ته بوځي.

ښاغلي غني د سې شنبې په ورځ د سولې عالي شورا د نوي تشکیل د معرفي کیدو په غونډه کې وویل چې د هیچا زور ته نه تسلیمیږي او مخالفین باید له موجوده فرصته په استفادې د سولې خبرو ته حاضر شي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"نن زموږ د جهاد مشران د جهاد یو بل پړاو پیلوي چې هغه اکبر جهاد دی، د سولې عالي شورا او نوې رهبرۍ ته یې بشپړ ډاډ ورکوم چې تاسو به په خپلواکۍ سره خپل کارونه مخ ته وړی او حکومتي چارواکي او د ملي امنیت شورا به تاسو سره تل مشورې کوي، تاسو یی چې سولې ته دوه برابره عزت ورکوئ."

پیرسید احمد ګیلاني د سولې عالي شورا د نوي مشر او کریم خلیلي یې د ستر مرستیال په توګه ټاکل شوی، دغه راز حاجي دین محمد، حبیبه سرابي، عبدالخبیر، عطا الرحمان سلیم او عبدالکریم خدام هم د دغې شورا نور مرستیالان دي.

دغې شورا ته محمد ایوب رفیقي د دارالانشا د مشر او فرهاد الله فرهاد او بشیر فاروق د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.

عبدالحکیم مجاهد، عطاالله لودین، اسماعیل قاسمیار، صدیقه بلخي او حسینه صافي بیا د سولې شورا د سلاکارانو په توګه ټاکل شوي دي.

د سولې نوې شورا پنځوس غړي لري او ولسمشر وویل، د پخوانۍ شورا هغه غړي هم په کې شامل دي چې په تېرو دو کلونو کې یې د سولې شورا په غونډو کې ګډون کړی دی.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا نوي مشر پيرسید احمد ګیلاني ډاډ څرګند کړ چې ورسپارل شوې دنده به په بریالیتوب سره مخ ته وړي.

ښاغلي ګیلاني زیاته کړه:

"د جهاد توره مو واخیسته او د هېواد د خپلواکۍ او د دین دفاع مو وکړه، اوس به انشاالله موږ کوښښ کوو چې د سولې، د استقلال او ازادۍ لپاره هڅې وکړو او حکومت وکولای شي چې سوله او ازادي راولي."

افغان حکومت په داسې حال کې د سولې عالي شورا تشکیل نوی کړ چې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو په ملګرتیا یې داسې هڅې پيل کړي چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل، د سولې د هڅو د بریالیتوب یو راز په دې کې دی چې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم ملاتړ ترې کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په افغانستان کې د سولې ټینګښت نه یواځې دا چې د افغانانو ملاتړ له ځان سره لري، بلکې د نړېوالې ټولنې ملاتړ هم لري، موږ هم له هغو هېوادونو مننه کوو چې په دې پروسه کې له مونږ سره صادقانه همکاري کوي."

د سولې عالي شورا پر پخواني جوړښت مخکې انتقادونه موجود وو او په دې وروستیو کې نړېوالو مرسته کوونکو پر دې شورا خپلې مرستې هم بندې کړې.

سولې ته د افغان حکومت له دې څو اړخیزو هڅو سره- سره تر اوسه طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی او د چارو کتوونکي یونس فکور ازادي راډيو ته ویلي چې د سولې شورا نوی تشکیل هم د امتیاز اخیستو لپاره ټاکل شوی او د سولې د خبرو وړتیا نه لري.

راپور: اسدالله لودین