په ایران کې د سیامک نمازي په نوم د یوه بندي امریکایي سوداګر کورنۍ وايي چې هغه د ښو شرایطو لپاره د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.
دغه راز ورته له خپل مدافع وکیل سره د خبرو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
نمازي چې د ایران او امریکا دواړو تابعت لري په تېره اوکتوبر میاشت کې چې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و، د ایران سپاه پاسداران ګارډ ونیو.
تر اوسه پورې ایراني چارواکو پرهغه لګول شوي تورونه نه دي اعلان کړي.
د نمازي مور ویلي چې زوی یې له تېرې شنبې راهیسې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب پیل کړی چې دوی یې اندېښمن کړي دي.