شټاین مایر: د مینسک د تړون لپاره باید اساسي اقدامات وشي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټرشټاین مایر نن په کییف کې وویل چې د اوکراین په واکمن ایتلافي حکومت کې د سیاسي ګوندونو خپل منځي اختلافات باید د حکومت د هغو اصلاحاتو مخه ونه نیسي چې د مینسک د تړون له مخې یې د عملي کېدو مسوولیت لري.

په کییف کې د اوکراین او د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې شټاین مایر وویل، د مینسک د تړون د عملي کولو لپاره پکارده چې اساسي اقدامات وشي.

هغه وویل، روسیه باید د مینسک د تړون د عملي کولو لپاره تیاره شي.

شټاین مایر وویل، جرمني او فرانسه به د اصلاحاتو په برخه کې د اوکراین د هڅو ملاتړ وکړي خو هیله کوي چې کییف د خپل اقتصاد له رغولو د مرستې او هم د مینسک د تړون د عملي کولو لپاره دغو اصلاحاتو ته ادامه ورکړي.