د ډنډي غوري سیمې له بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د بغلان ولایت د ډنډي غوري سیمې له کورنیو بېځایه شویو سره د بیات بنسټ له لوري د خوارکي او غیر خوراکي موادو مرسته وشوه.

د دغه بنسټ استازي محمد امین رامین نن ازادي راډيو ته وویل هڅه کوي چې په راتلونکي کې له نورو بېځایه شویو کورنیو سره هم مرسته وکړي.

له دې وړاندې د بېلابېلو موسسو له خوا له نېږدې ۳۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې وه.