د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د سپین بولدک ولسوالۍ د ګمرک یو مدیر او دوه مامورین یې د بډې اخسیتو په تور نیولي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن ازادي راډيو ته وویل چې دا کسان تېره ورځ د ملي امنیت له خوا نیول شوي او ژر به عدلیي او قضايي ادارو ته معرفي شي.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه لومړنیو څیړنو ښودلې چې نیول شویو کسانو له ګمرکي محصول پرته ۱۵ موټر ته د تګ اجاره ورکړې وه.
له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې یو شمېر کسان د فساد او اختلاس په تور عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.