د ننګرهار په اچین کې دداعش ډلې ۱۵ غړي وژل شوي او۷ ټپیان دي

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ویلي، په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد د روانو عملياتو په جریان کې تېره ورځ ناوخته په مخامخ جګړه او هوايي بریدونو کې د داعش ډلې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي او اووه تنه نور زخمیان شوي دي.

نوموړی وايي، د دې بریدونو په پایله کې د داعش یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

د ویلو ده چې له تېرو لسو ورځو راهیسې په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد عملیات روان دي او ددې ولسوالۍ زیاتې سیمې له وسله والو پاکې شوي دارنګه د افغان ګډو ځواکونو له خوا ددغو عمليآتو لړۍ نازیانو ولسوالۍ ته هم غځيدلې ده.

د داعش وسله والې ډلې ددې عمليآتو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.