امریکا او روسیې په سوریه کې د اوربند طرحه اعلان کړه

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په سوریه کې د تاوتریخوالي د درولو هغه طرحه اعلان کړې چې ټاکل شوې د فیبرورۍ د میاشتې له نیمې شپې څخه به یې عملي کېدل پیل شي.

په ګډه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه دواړو هېوادونو ویلي،" دا پلان چې د ملګرو ملتونو له خوا چمتو شوی، په کې د داعش ډله، له القاعده سره تړلې د النصره جبهه او نورې تروریسې ډلې شاملې نه دي."

د راپورونو له مخې د سوریې په کړکېچ کې ښکېل لوري به د فیبرورۍ د میاشتې په ۲۶مه نېټه په دمشق کې خپل توافق اعلان کړي.

د ملګرو ملتونوعمومي منشي بانکي مون ددې طرحې هرکلی کړی او دا یې له اوږده انتظار وروسته د هیله من دۍ یوه نښه بللې ده.

نوموړي د سوریې په کړکېچ کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي دي چې دې پلان ته درناوی وکړي.

د روسیې ولسمشر ویلادي میر پوتین ویلي، دا پلان په سوریه کې د روانۍ وینې تویدنې د مخنیوې لپاره یو ريښتینی اقدام دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، په سوریه کې ددې پلان عملي کول به ستونزمن وي خو په مجموعي توګه د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره یو فرصت ګڼل کېږي.