"اروپا باید له افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند ونه کړي"

وروسته له هغې چې مقدونیا خپل پولې د افغان کډوالو لپاره وتړلې، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي نه شي کولی خپل هېواد د کډوالو په کمپ بدل کړي.

د مقدونیا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي سربیا، کروشیا او سلوونیا پرېکړه کړې چې په دې هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېرکم شي.

د چارواکو په وینا په تېرو څو ورځو کې د تر شپږ سوو زیات افغانان له دې هېوادونو بېر ته مقدونیا ته استول شوي دي.

د راپورونو له مخې دا مهال د پنځو زرو په شا وخوا کې افغان کډوال په یونان کې چې له مقدونیا سره ګډه پوله لري ایسار دي او اروپا ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږ ي.

د مقدونیايي چارواکو په وینا یوازې عراقي او سوریايي اتباع کولی شي د دې هېواد له پولو ور واوړي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ازادي راډیو ته وویل، له اروپايي هېوادونو څخه دا تمه نه کېږي چې د کډوالو سره دې دوه ګونی چلند وکړي.