له اونیو پرچاویو وروسته تېره شپه دکابل برېښنا وصل شوه

له کابل سره د ازبکستان د ورایداتي برېښنا په تړل کېدو، پایتخت کابل او یو شمېر ختیځو ولایتونو ته د۲۸۰ میګا واټه برېښنا بهیر پیل شوی.

د برېښنا شرکت د خپرونو ریس وحیدالله توحیدي وايي، د امنیتي ادارو په همکارۍ او ددې ادارې د کارکونکو په هڅو پرون ماښام شپږ بجې کابل ته د ازبکستان د برېښنا لېږد پیل شو.

د بغلان ولایت د ډنډي غوري او ډنډي شهاب الدین سیمې چېرې چې کابل ته د انتقال شوې برېښنا پايي ولاړې دي، تېره میاشت د تودو جګړو شاهدې وې چې د همدې جګړو له کبله د پایتخت برېښنا پرچاو شوې وه.

افغان امنیتي ځواکونه وايي، په سیمه کې یې په شدت پوځي عملیات وکړل او د تېرې یوې اوونۍ په بهیر کې وتوانېدل چې له دې سیمو د حکومت مخالف وسله وال چې د برېښنا د پایو په نړولو تورن دي په شا کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، باید پر داسې تدابیرو کار وشي چې له مخې یې هغه سیمې چېرې چې د برېښنا تاسیسات دي خوندي شي.

د برېښنا شرکت د خپرونو ریس وحیدالله توحیدي د حکومت له مخالف وسله والو هم وغوښتل چې د برېښنا پر مزو او ستنو دې حملې نه کوي.