د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د انتحاري حملې د قربانیانو شمېر۱۳تنو ته ورسېد.
دا حمله چې پرون د دې ولسوالۍ په بازار کې وشوه ۱۷تنه نور په کې ټپیان دي.
د پروان امنیه قوماندان جنرال محمد زمان مموزي ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ډېر قربانیان ولسي خلک دي.
ښاغلي مموزي زیاته کړه:
"حمله د سیاګرد په سیمه ییز کلینک کې شوی، څلور سیمه ییز پولیس په کې وژل شوي او نهه ولسي خلک په کې وژل شوي، ۱۰نور ملکیان ټپیان شوي، ټپیان دا مهال د پروان ملکي روغتون ته انتقال شوي دي."
د راپورونو له مخې په دې انتحاري حمله کې د سیاه ګرد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قوماندانۍ مرستیال وژل شوی او د سیمه ییزو پولیسو قوماندان سخت ټپي دی.
وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.