د یونان حکومت نن د یو لړ اقداماتو د ترسره کولو اعلان وکړ څو مقدونیه قانع کړي چې هغو زرګونو افغان کډوالو ته چې له یونان سره پولو ته نږدې سیمو او د دې هېواد په یوه ټاپو کې بند پاتې دي، د تېرېدو اجازه ورکړي.
فرانس پرس خبري اژانس، نن د یونان د کډوالو چارو وزیر یانېس موزالېس په حواله وویل چې دېپلوماټیکې هڅې یې پيل کړي او د غیرقانوني کډوالو ستونزه به ډېر ژر حل شي.
موزالېس د خپلو هڅو جزئیات نه دي څرګند کړي.
د یونان حکومت وايي چې لږ تر لږه ۵ زره افغانان په اتن کې بند پاتې دي ځکه د دې هېواد ګاونډيانو پرېکړه کړې چې افغانانو ته به د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
هغه کسان چې له ترکیې په سمندر کې یونان ته ځي، د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته د رسېدو لپاره باید د یونان ګاونډي او نږدې هېوادونه لار ورکړي.
خو د رپوټونو پر اساس، مقدونیه وروستی هېواد دی چې افغان کډوالو ته یې خپلې پولې تړلې دي.
د یونان یوې حکومتي سرچینې ویلي چې دوی په یوه ورځ کې د لانجې د سیاسي حل د پيدا کېدو توقع نه لري خو هڅه به کوي چې څو نور هېوادونه دې افغانانو ته د تېرېدو اجازه ورکړي، د هغوی لپاره د سرپناه او خوراکي موادو مرستې وکړي.
د یونان په مرکز اتن کې د افغانانو د یوې اتحادیې غړي جاوید ازادي راډيو ته وویل چې په دې ښار کې د غیر قانوني کډوالو لپاره دوه ستر مرکزونه له خلکو ډک شوي او پاتې خلک په پارکونو او سړکونو پراته دي.
جاوید وايي:
"دلته د کډوالو کمپونه ډک شول، خلک د ښار په لوی میدان «وېکتوریا» کې راغونډ شوي، ۸۰ سلنه یې ښځې او کوچنیان دي. دا خلک خوراک او څښاک لپاره څه نه لري، بې سرنوشته پراته دي، حالت ډېر بد دی.
تېر کال تر یو مېلیون زیات غیر قانوني کډوال اروپايي اتحادیې ته ورسېدل چې ډېری یې د سوریې او افغانستان خلک وو. یونان چې اروپايي اتحادیې ته د غیر قانوني کډوالو د تګ اساسي لاره ده، د خلکو د تازه جوپوله ورسېدو او وېره لري چې ښايي اروپايي هېوادونه نور بندیزونه هم ولګوي او لسګونه زره کسان به په یونان کې بند پاتې شي.
د اروپايي اتحادیې له انتقادونو سره هم د اتریش حکومت د جمعې په ورځ یوه نوې لایحه اعلان کړه چې پر اساس يې، یوازې محدود شمېر پناه غوښتونکي په دې هېواد کې د پناه غوښتنې لپاره نومونه ثبتولای شي.
د اتریش دې اقدام وېره پيدا کړې چې ښايي نور اروپايي هېوادونه هم ورته ګامونه پورته کړي.
د هنګري حکومت هم نن وویل چې په روانه میاشت «فبرورۍ» کې د هغو غیر قانوني کډوالو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی چې د دې هېواد پر جنوبي پولو ور اوښتي دي.
پولیسو وویل چې لږ تر لږه یو نیم زر کسانو په روانه میاشت کې هڅه کړې چې له سربیا د هنګري خاورې ته ننوځي او لږ تر لږه ۵۰۰ تنه د یکشنبې په ورځ نیول شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزیري د یکشنبې په ورځ وویل چې د هنګري اقدام د منلو وړ نه دی او د بالکان هېوادونو له مشرانو سره د خبرو لپاره یې ګډه غونډه پلان کړې ده.