د قزاقستان چارواکو ددې هېواد د ژورنالستانو د ټولنې مشر او د هغه زوی نیولي دي.
په الماتا کې د رسنیو د حقونو سازمان ویلي سید قاضي متیوف او د هغه زوی اسد متیوف د اختلاس او ماليې نه ورکولو په تور نیول شوي دي.
د ژورنالستانو د ټولنې مشر پرده او پر خپل زوی لګېدلی تورونه رد کړي او ویلي چې دا تورونه سیاسي بڼه لري.
د قزاقستان د رسنیو د حقونو سازمان وايي، حکومت هڅه کوي چې د رسنیو د ملي کلب فعالیتونه وځپي او پر مطبوعاتو خپله ولکه ټینګه کړي.