عربستان ۳۲ تنه ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کوي

سعودي عربستان ۳۲ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کوي.

په تورنو کسانو کې۳۰ تنه د سعودي عربستان شیعه مذهبه اتباع یو ایرانی او یو افغان شامل دي.

دا کسان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د سعودي شیعه مذهبي وايي، زیاتره نیول شوي کسان د شیعه اقلیت پېژندل شوي غړي دي چې هېڅ ډول سیاسي فعالیت نه لري.

پر محاکمه کېدونکو کسانو تور لګېدلی دی چې په سعودي عربستان کې يې د جاسوسۍ یوه شبکه جوړه کړې وه او ایراني استخباراتو ته يې پوځي معلومات انتقالول.

سعودي چارواکي دا کسان په دې هېواد کې د اقتصادي ګډوډیو او فرقه يي شخړو د پارولو په هڅو هم تورن کړي دي.

د دغو کسانو محاکمه ښايي د سعودي عربستان او ایران تر منځ کړکېچ لا پسې پراخ کړي.