صدیق: د پیسو د خدماتو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

د افغانستان بانک مسؤلینو د مبایل له لارې د پیسو خدماتو په اړه د عامه پوهاوي دوه ورځېنی کمپاین پیل کړی دی.

د دې بانک رییس خلیل صدیق نن خبریالانو ته وویل چې د مبایل په وسیله د پیسو خدمات به د پیسو د لېږد، د معاشونو په انتقال او د برېښنا د بېل په ورکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي وویل چې له دغو خدماتو څخه ګټه اخیستل په اداراتو کې د شفافیت د زیاتېدو او د اداري فساد د کچې د کمېدو لامل کېږي.

بلخوا د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال وایي چې د دغو خدماتو پراختیا لپاره یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې لري.