په میدان ورګ ولایت کې یو تن د تښتونکو له منګلو وژغورل شو

Afghanistan – Wardak map, undated

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په میدان وردګو ولایت کې د سړي تښتوونکو له منګولو یو تن خوشې کړی دی.

د دغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی موظفینو د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په اړوندو برخو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې احمدالله نومی د نامعلومو وسله والو کسانو څخه ژغورلی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې یاد شخص د میدان وردګو په یوه لرې پرته سیمه کې ساتل کېده او تښتوونکو د نوموړي د خوشي کېدو په بدل کې یو میلیون امریکایي ډالر غوښتي وو.