ټاکل شوې د کابل پرې شوې برېښنا نن بېرته وصل شي

افغان چارواکي وایي، ټاکل شوې چې د کابل پرې شوې برېښنا نن بېرته وصل شي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن خبریالانو ته وویل چې د بغلان په ډ‌نډ غوري ولسوالۍ کې د برېښنا شرکت کارکوونکي په کار بوخت دي او ډېر ژر به دا برېښنا وصل شي.

بلخوا د بغلان والي عبدالستار بارز ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې د امنیت ټينګښت لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د بغلان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د پایو د چپه کېدو او د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د نښتې له امله له نږدې یوې میاشتې راهیسې پر کابل ښار برېښنا پرې شوې ده.