فېروز: علما باید خلکو ته د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له دیني علماوو غواړي چې د پولیو واکسین د ګټو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

فېروزالدین فېروز دا خبرې نن له دیني عالمانو سره په یوې ګډه ناسته کې وکړې.

په غونډه کې افغان او له بهر څخه راغلو دیني علماو هم ټينګار وکړ چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده او اړتیا ده تر څو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخ کمپاینونه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پولیو نږدې ۲۰ پېښې ثبت شوې دي.