په ناوړه باورونو او انګېرنو د ښځو ځورول

په نننۍ خپرونه کې د ښځو ترمنځ په بدشګوني او بد قدمۍ خبرې کوو، دا چې دا ډول انګېرنې کورنۍ او په ځانګړې توګه مېرمنې له کومو ناخوالو سره مخ کوي، د حل لارې یې څه دي او د اسلام له نظره دا موضوع څنګه ارزول کېږي؟

زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د شته ستونزو ترڅنګ دا ستونزه هم جدي ده چې یو شمېر مېرمنې د کورنیو له خوا په لفظي او روحي ډول ځورولې کېږي، په افغانستان کې په یو شمېر کورنیو کې داسې دود او دستور دی چې کله یوه مېرمن کونډه شي یا له خپل خاوند نه طلاق واخلي او یا بې اولاده وي نو کورنۍ او د ټولنې خلک یې بدشګونه، بدمرغه او بد قدمه بولي، د خیرښېګڼې په کارونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي، خلک داسې انګېري چې که دا ډول مېرمنې د خیر په کارونو کې ګډون وکړي نو د هغه کار پایله به بده وي او دوی به بدخته شي.

د ننګرهار اوسیدونکې زرمینه وایي، ۲۵کاله کېږي چې مېړه یې مړ شوی دی له هماغه وخت نه تر اوسه یې خواښې او د کورنۍ نور غړي دا ځوروي او پیغورنه ورکوي چې ته بدقدمه وې او زما زوی دې وخوړ.

د میدان وردګو اوسېدونکې نعیمه غني د خپلې سیمې د سترګو لیدلی حال او دهغې نجلۍ کیسه راته کوي چې مېړه یې مړ شوی و او دا یې لېور ته په نکاح کړې وه نو د واده په ورځ یې په دروازه کې د ناوې په مخ په سنتنې خالونه کېښودل چې قسمت یې ښه شي.

په ډېری کورنیو کې دا دود هم دی چې کله یوه نجلۍ نوی واده یا نامزد شي او په هماغه وخت کې د خسر د کورنۍ کوم څوک وفات شي بیا نو اصلي ملامته همدا نوې ناوې ګڼله کېږي، دوی داسې فکر کوي چې د ناوې قدم د دوی د کورنۍ لپاره ښه نه شو او د کورنۍ یو غړی یې وفات شو او له داسې پېښو وروسته بیا د ژوند ترپایه داسې سپکې سپورې ورته کېږي او ځوروي یې.

له شرعي اړخه دا موضوع څنګه ده؟ په شریعت کې که یو څوک بل چا ته بد شګونه وایي، دا جواز لري او کنه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د فقهې څانګې استاد عبدالروف هجرت وایي، په اسلام کې بد شګوني یو انسان ته نسبت ورکول کوم اساس نه لري او هر خیر او شر چې انسان ته پېښېږي د الله ج له جانبه دې نه د بنده له خوا.

د پرورګرام اورېدو لپاره لاندې لینک ګېګاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ