د افغانستان اجراییه ریاست هیله څرګندوي چې د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې به چې ټاکل شوې سبا په کابل کې جوړه شي، له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته نېټه او ځای مشخص شي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن خبریالانو ته وویل چې د دې ناستې په تعقیب له طالبانو سره مخامخ ناسته هم ترسره کېږي او هیله من دي چې یوې لازمې نتیجې ته ورسېږي.
ټاکل شوې چې د سولې دا څلورمه څلور اړخیزه غونډه په کابل کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو تر منځ ترسره شي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ په شپږمه نېټه په اسلام اباد کې درېیمه څلور اړخیزه ناسته ترسره شوې وه.