په اوکراین کې مظاهره کوونکو دحکومت د لېرې کېدو غوښتنه وکړه

په اوکراین کې پرون شاوخوا زرتنه ملتپالو په پلازمېنه کییف کې په یوه لاریون کې د حکومت د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو د کییف د ازادي په چوک کې شپږ خیمې ودرولې او ځینو اعتراض کوونکو ویل چې غواړي شپه هلته تېره کړي.

د شنبې په ورځ د ملتپالو اعتراض کوونکو یوې ډلې په کییف کې د دوو روسي بانکونو د ودانیو شیشې په ډبرو وویشتې او د هغو څوکۍ او سایل یې ولوټل.

پولیسو د دې ډلې پرضد اقدام ونه کړ او ویې ویل چې د دې پېښې په تړاو یې یوه جنايي دوسیه پرانیستې ده.