د سولې په اړه د یو شمېر افغانانو انتقادونه په زیاتېدو دي

سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه په یوه مطلب کې لیکي چې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې د روانو هڅو په اړه د یو شمېر افغانانو انتقادونه په زیاتېدو دي.

دغه ډله افغانان ګومان کوي چې اوس د خبرو وخت نه دی، دوی اندېښنه لري چې دښمن تر اوسه د جګړې په ډګر کې مات شوی نه دی او د خبرو اترو په نتیجه کې ښایي مخالفینو ته د نه منلو وړ امتیازات ورکړل شي.

افغان سیاسي کتونکې هېلېنا ملکیار دې ورځپاڼې ته ویلي، موږ باید د سولې پروسه مخ ته یوسو خو زه اندېښمنه یم چې په اوس وخت کې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدو راهیسې په ت رټولو کمزوري موقف کې دی او زما په نظر دا به د افغان حکومت لپاره ډېر بد وخت وي چې د سولې یوه موافقه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د سولې پر هڅو د یو شمېر افغانانو شکونه په داسي حال کې راپورته کېږي چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي د څلورم ځل لپاره روانه اوونۍ په کابل کې غونډه کوي.

دغه څلور اړخیزه کمېټه د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د سولې د لارې نقشې پر جزئیاتو کار کوي.

سټارس انډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، وسله والو طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو دا یې تر اوسه نه دي ویلي چې ایا په دې غونډه کې ګډون کوي، کنه؟

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا په وینا په افغانستان کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي پرمختګونو کې د متحده ایالاتو ډېرې ګټې نغښتي دي.

دغې شورا په خپل وروستي راپور کې ويلي چې د وسله والو طالبانو بیا پیاوړي کېدل ممکن یو ځل بیا افغانستان د ترورېستانو په ځالې بدل کړي.

پر دې سربېره په افغانستان کې دننه بې ثباتي به ټوله سیمه هم اغېزمنه کړي او هغه هم په داسې وخت کې چې سیمه ییز لوبغاړي لکه پاکستان، ایران، هند او روسیه چې پر کابل د نفوذ د زیاتوالي لپاره سیالي کوي.

دغه راز دا مسئله به نړیوال مهم لوبغاړي هم سره ووېشي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د روسیې او امریکا همکاریو ته په یوه مطلب کې کتنه کړې او ليکي، په نړۍ کې ټولو کړکېچونو ته په پام سره چې واشنګټن او مسکو یې په اړه اختلاف لري، افغانستان یواځینی ځای دی چې د دواړو ګټې سره په کې اړخ لګوي او علت یې هم د دې هېواد امنیتي وضعیت دی چې د ورځپاڼې په وینا مخ په خرابېدو دی.

د نیویارک ټایمز په وینا د اوکراین او سوریې د جګړو په اړه اختلافاتو دواړه حکومتونه له دې منع نه کړل چې په افغانستان کې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه او د پوځي اکمالاتي لارو د خوندي کولو په برخو کې همکاري پای ته ورسوي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه په دغو برخو کې د لومړنیو بریالیتوبونو وروسته اوس داسې ښکاري چې روسیه له متحده ایالتونو او هم د دې هېواد له ملاتړي افغان حکومت سره همکاري ختموي.

نیویارک ټایمز په دې اړه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونو ته چې روانه میاشت یې روسي دولتي خبري اژانس ته کړي، اشاره کړې ده.

کابلوف د امریکا، چین او پاکستان په ملاتړ د افغانستان د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د خبرو روانو هڅو ته په اشارې سره ویلي چې روسیه نه غواړي چې بې ګټو غونډو کې برخه واخلي او دوی دا خبره امریکایانو ته کړې ده.

د کابلوف په وینا روسیه تر اوسه په هر هغه څه کې ورګډه شوې چې واشنګټن پیل کړي خو نور نه غواړي چې د امریکایانو له خوا په تنظیم شویو هڅو کې چې د ده په وینا له انتخاباتو مخکې د دوی خپلې ګټې تأمینوي، ونډه واخلي.