د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو له ولسمشر حسن روحاني او خپل ایراني سیال حسین دهقان سره پرون په تهران کې وکتل.
شویګو پرون په داسې حال کې تهران ته ورسېد چې ایراني سیال یې یوازې څو ورځې مخکې مسکو ته سفر کړی و.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې شویګو له روحاني او دهقان سره په کتنه کې د سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړې.
د روسیې دفاع وزیر په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري ویلي، ایران او روسیې په سوریه کې د دښمنیو د ختمولو پر اصولو په موقت ډول موافقه کړې ده.
د روسیې دفاع وزارت وايي، شویګو او دهقان یوه اوونۍ مخکې په مسکو کې په خپله کتنه کې په سوریه کې د حکومتونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه د تېر ۲۰۱۵ میلادي کال په جنوري میاشت کې د شوې موافقې د عملي کولو پر جزییاتو خبرې وکړې.
روسیې او ایران په خپلو کې د هوايي مدافعې د اس-۳۰۰ توغندیو د پیرودلو موافقه کړې او تهران وايي چې غواړي له مسکو څخه د سو دېرش جنګي جېټ الوتکو د پیرودلو تړون هم لاسلیک کړي.