د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، په مخدرو موادو روږدي کسان به ډېر ژر د درملنې لپاره په یوه مرکز کې راټول کړي.
د میدان وردګو ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې وايي، د دې ولایت مرستیال والي ذاکرحسین سلطاني پرون د مخدروموادو پر ضد د مبارزې لپاره جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په مخدرو موادو روږدي کسان به د یوه کمپاین په ترڅ کې راټول او ځانګړو روغتیايي مرکزونو ته به د درملنې لپاره ولېږدول شي.
بیان د چارواکو له قوله زیاتوي چې په میدان وردګو کې که څه هم د کوکنارو کرکیله صفر ته راټیټه شوې خو د معتادانو شمېر د وزګارتیا، مهاجرتونو او ځینو نورو ستونزو له کبله زیات دی.