د سولې عالي شورا نوی تشکیل اعلان شو

د افغانستان د سولې عالي شورا تایید کړه چې پیر سید احمد ګیلاني د دغې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل چې له دې پرته د نورو تشکیلانو په څرنګوالي خبر نه دی.

که څه هم د سولې عالي شورا په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو اجراییه ریاست بیا وایي چې د سولې شورا د نوې مشر ترڅنګ دې شورا ته مرستیالان هم ټاکل شوي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې محمد کریم خلیلي، حبیبه سرابي، عطاالله سلیم، مولوي خبیر، حاجي دین محمد او مولوي خدام دغې شورا ته د مرستیالانو په توګه ټآکل شوي دي.

ښاغلي فیصل همداراز لیکلي چې محمد ایوب رفیقي د یادي شورا د دارالانشا د رییس په توګه ټاکل شوی او فاروق بشر او فرهاد الله فرهاد یې مرستیالان انتخاب شوي دي.

تر اوسه جمهوري ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې ولسمشر اشرف غني یادونه کړې وه چې د سولې شورا په نوې تشکیل کار روان دی.